امریکا وايي له افغانستان د بهرنیو سرتېرو دایمي ایستل به دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو پر مرکز بدل کړي. د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال جوزف ډانفورډ ویلي چې له افغانستان وتل د امریکا لپاره خطرناک دي. دده په وینا که په یو ځل ټول بهرني او امریکایي ځواکونه له افغانستان وځي نو ښايي ترهګرې ډلې بېرته را وګرځي او په دغه هېواد کې خپل فعالیتونه پراخ کړي. دده په خبره په دې توګه به نو د سپټمبر د ۱۱مې په څېر پېښې بیا تکرار شي او امریکا ددې خطر منلو ته نه ده تیاره. نوموړي ویلي چې دمګړی د امریکا استخباراتي معلومات ښيي، چې ترهګرې ډلې په نړۍ کې د سترو بریدونو وړتیا نه لري، خو بیا هم که فرصتونه ورته برابر شي نو ښایي خونړۍ پېښې ترسره کړي. ډانفورډ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور د امریکا او ددغه هېواد د متحدینو د امنیت لپاره مهم ګڼلی دی. دغه امریکايي جنرال داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې څو ورځې وړاندې د امریکاددفاع وزیر هم وویل، له طالبانو سره د سولې خبرې کوي خو له افغانستان د خپلو سرتېرو د ایستلو پلان نه لري.