د پاکستان لومړی وزیر وایي امریکا د لومړي ځل لپاره منلې چې د افغانستان جګړه نظامي حل نه لري. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، له امریکايي ديپلوماتانو سره یې د افغانستان د سولې په اړه مفصلې خبرې کړې دي. دده په خبره امریکا اوس په دې باوري شوې ده چې د افغانستان جګړه له نظامي لارو نه ختمېږي نو باید پر سوله تمرکز ډېر شي. دده په خبره امریکا ترې غوښتي چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي او په خبره یې پاکستان به هڅه وکړي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري وکړي. عمران خان وروسته له دې دغه څرګندونې کړې چې زلمي خلیلزاد ورسره د افغان سولې په اړه خبرې وکړې. زلمي خلیلزاد له پاکستاني چارواکو غوښتي وو، چې د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري وکړي او په دې توګه دلته روانه اوږده جګړه ختمه کړي.