د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې شفافې ولسمشریزې ټاکنې د افغانستان له ثبات سره مرسته کوي نو ددې موخې لپاره باید د افغانستان ټاکنیز سیستم شفاف شي. دده په خبره د ټاکنو په اوسني سیستم کې ستونزې موجودې دي او افغان حکومت ته په کار ده، چې دغه سیستم اصلاح کړي او د ولس غوښتنو ته ځواب ووايي. سټولټنبرګ داسې مهال یادې څرګندونې کړې دي چې په دې وروستیو کې د ټاکنو کمیسیون پر کارونو نیوکې ډېرې شوې دي. ډېری نوماندان او پر ټاکنو ناظر بنسټونه ددغه کمیسیون کارونه غیر شفاف او له درغلیو ډک بولي. په همدې لړ کې تېره ورځ د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د کابل ولایت ټولې رایې باطلې اعلان کړې او په دغه ولایت کې یې د ټاکنو د بیا ترسره کولو غوښتنه وکړه. دې مسئلې په هېواد کې د سیاسي ګوندونو او سیاسي څېرو غبرګونونه پارولي دي او د ټاکنو پر کمیسیون یې نیوکې ډېرې کړې دي.