په کابل کې د ايران سفير د اوبو او برېښنا وزارت له سرپرست سره په کتنه کې ویلي، چې هېواد يې په افغانستان کې هر اړخيزې پانګونې او همکارۍ ته چمتو دی. کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان د افغانستان ابادي د سيمې د هېوادونو په ګټه ګڼلې او په وينا یې د افغانستان کرنه او مالداري بايد له دوديزې بڼې عصري بڼې ته واړول شي. د کرنې سرپرست وزیر په دې لیدنه کې د ایران له سفیر غوښتي چې د کرنې او مالدارۍ په ځانګړې توګه د زراعتي ماشینونو، کیماوي سرې، کرنیزو درملو او په نورو کرنیزو برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي. د ایران سفیر ویلي، چې د افغانستان کرنیز محصولات په نړۍ کې بې مثاله دي. نوموړي ډاډ ورکړ چې له دې وروسته به یې هېواد ته زیاتره واردات له افغانستان څخه وي.



































