د هند د بشردوستانه مرستو بله جوپه هم کابل ته را رسېدلې ده. د هندي رسنیو د راپورونو پر بنسټ ددغه هېواد حکومت ویلي چې دوی په دې سختو شرایطو کې د افغانانو د لاسنیوي په موخه بشردوستانه مرستې لېږي چې په همدې لړ کې یې د مرستو بله جوپه هم کابل ته رسېدلې ده. سرچینه وایي چې په دې مرستو کې درمل او اغوستن توکي شامل دي. بلخوا د حکومت مرکزي ویاند هم په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې د هند د مرستو یوه بله جوپه کابل ته را رسېدلې چې دوی یې له بشردوستانه مرستو مننه کوي. هند په سیمه کې د هغو هېوادونو له ډلې دی چې تل یې بشردوستانه مرستې رالېږلې او د لا ډېرو مرستو ژمنه یې کړې ده



































