د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد روسي چارواکو ته ویلي چې افغانان دې خپل برخلیک د بهرنیانو د تپلو پرځای پخپل لاس وټاکي. په مسکو کې د امریکا سفارت په یوه وینا کې ویلي، خلیلزاد دا څرګندونې په مسکو کې له لوړپوړو روسي ډيپلوماتانو سره په خبرو کې کړې دي. په ورته وخت کې ټاس خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي چې زلمي خلیلزاد په مسکو کې د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د مخامخ خبرو د پیل پر موضوع خبرې کړې دي. د سرچینې په وینا، مسکو په دې باور دى چې افغان ستونزه نظامي حل نه لري، نو باید پر ډیپلوماټیک حل یې غور وشي. خلیلزاد څو ورځې وړاندې د سیمې ځینې هېوادونو ته خپل درېیم سفر پیل کړ. هغه لومړی پاکستان ته لاړ، له هغه وروسته کابل ته راغی او اوس په روسیه کې دی. نوموړی به له دې وروسته ترکمنستان، قطر، عربي اماراتو او بلجیم ته هم سفرونه وکړي.