د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، ډېر ژر به د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته هغه اسناد او معلومات ورکړي چې د کابل د رایو د باطلولو په پرېکړه کې یې د بیا غور لپاره اړین بللي دي. د یاد کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات وویل، د ټاکنو او شکایتونو کمېسیونونه دې پرېکړې ته سره رسېدلي چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون به د ځینو اړینو اسنادو له سپارلو وروسته پر خپله پرېکړه له سره غور کوي. دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د تېرې پنجشنبې په ورځ د کابل ولایت د ولسي جرګې ټاکنو د ټولو مرکزونو رایې باطلې اعلان کړې، خو د جمعې په ورځ یې اعلان وکړ چې که د ټاکنو خپلواک کمېسیون ورته ځینې اړین اسناد وسپاري، نو پر خپله کړې پرېکړه به له سره غور وکړي. په ورته وخت کې د ټاکنو د روڼوالي لپاره د څار د بنسټونو اتحاد له ټاکنیزو شکایتونو او اړوندو کمېسیونونو غوښتنه کړې چې باید د کابل خلکو رایو ته درناوی وکړي او دا پروسه دې نه بحراني کوي.