د ولسي جرګې یوشمېر وکیلان په هېواد کې پر وروستیو ناامنیو د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ له حکومته غواړي چې د ملي امنیتي ځواکونو د تلفاتو مخنیوي لپاره اړین او جدي اقدامات وکړي. ولسي جرګه په داسې حال کې د ملي امنیتي ځواکونو د تلفاتو پر زیاتوالي اندېښنه ښيي چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د ملي امنیتي ځواکونو پر وړاندې د وسله والو طالبانو بریدونو زور اخیستی دی چې په ترڅ کې یې د ورځې په لسګونو سرتېري مړه او ټپیانېږي. دوی په هرات او اروزګان کې د ملي اردو وروستیو تلفاتو ته په اشارې زیاته کړه چې حکومت باید په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي او د تلفاتو مخنیوي لپاره اړینې هلې ځلې وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د ناټو عمومي منشي تېره اونۍ په بروکسل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې ښایي له طالبانو سره د سولې هوکړې ته تر رسېدو پورې په دغه هېواد کې ناامنۍ نورې هم زیاتې شي.