د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي چې پاکستان په افغانستان کې د امن او ثبات غوښتونکی دی او دوی تل هڅه کړې چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې خبرو ته زمینه برابره کړي. د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، هغه دغه راز ویلي، امریکا په افغان سوله کې د جدي همکارۍ غوښتنه کړې ده او دوی د امن افغانستان لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي. عمران خان ویلي، پاکستان افغان سولې ته اړتیا لري او په یاد هېواد کې سوله د خپل هېواد په ګټه بولي، خو نور نه غواړي د وسله والو جګړو د پر مخ بیولو تورونه پرې ولګېږي. هغه دا څرګندونې د بلوچستاني زده کوونکو یوې غونډې ته په خبرو کې کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې خلیلزاد له عمران خان سره په لیدنه کې هغه ته یو ځل بیا د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه پیغام ورساوه چې په افغان سوله کې یې ترې د جدي همکارۍ غوښتنه کړې وه؛ خو د راپورونو له مخې په یاده لیدنه کې د عمران خان دریځ ډېر سوړ و.