د هلمند امنیتي چارواکي وایي چې ۲۱۵ میوند قول اردو د یاد ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د طالبانو یو زندان مات کړی او ۱۱ زندانیان یې ازاد کړي دي. د میوند قول اردو په وینا په دې عملیاتو کې درې طالب جنګیالي هم وژل شوي دي. د سرچینې په خبره په دې عملیاتو کې پوځ ته کوم زیان نه دی اوښتی. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.