ترکیه افغانستان ته د نږدې زر ټنه بېړنیو بشري مرستو د لېږلو خبر ورکوي. د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې په دې مرستو بار اورګاډی چې ۶۲ واګونونه لري، پرون له انقرې څخه خوځېدلی او ټاکل شوې چې له ۴۲۰۰ کیلومتره واټن وروسته به افغانستان ته ورسېږي. د راپورونو له مخې د ترکیې په دې ۹۹۴ ټنه مرستو کې خواړه، جامې، د تودولو وسایل او روغتیايي توکي شامل دي. ترکي چارواکو ویلي، دا مرسته له اړو افغانانو سره د انقرې د بشري مرستو درېیمه جوپه ده.



































