د هرات امنیتي چارواکي وايي چې د یاد ولايت په ګذرې ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله درې ملکیان وژل شوي دي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وویل چې نن سهار د هرات ګذرې ولسوالۍ کې یو شخصي سراچه موټر د سرک غاړې پر خښ شوي ماین وربرابر شوی چې د چاودنې له امله یې یاده مرګ ژوبله رامنځته شوې ده. د فرهاد په وينا، په دې چاودنه کې د یوې کورنۍ درې غړي چې له ۲۰ تر ۲۴ کلونو پورې عمرونه یې لرل، وژل شوي دي. که څه هم وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د فرهاد په خبره، دا ماین د دولت د وسله والو مخالفينو له لوري ځای پرځای شوی و.