د افغان حکومت ویاندویانو ویلي چې د پاکستان او افغانستان د سوداګریزو ادارو مشران به نن په تورخم کې د سوداګرۍ پر اسانتیا او نورو مهمو مسایلو خبرې ولري. د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي چې ددغه وزارت سرپرست نور الدین عزیزي د افغان پلاوي مشري کوي. د پاکستاني پلاوي مشري د لومړي وزیر عمران خان د سوداګریزو چارو د سلاکار عبدالرزاق داوود پر غاړه ده. په دې غونډه کې د بندرونو پر مدیریت، د سوداګریزو چارو پر اسانتیاو، د تګ راتګ لپاره د خنډونو له منځه وړل او نورو اړوندو مسایلو خبرې کېږي. پاکستاني لوری وايي چې دا لیدنه مهمه ده او ښايي پایلې یې د دواړو لورو لپاره ګټورې وي.



































