په نيويارک کې د ملګرو ملتونو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ په دغه سازمان کې د افغانستان په اړه کلنۍ ځانګړې غونډه جوړه شوې وه چې د غونډې ګډونوالو له افغانستان سره خپل دوامداره ملاتړ ، د ترهګرۍ او نشه يي توکو پر وړاندې د افغان حکومت له مبارزې ملاتړ وکړ. سرچینه کاږي، د غونډې ټولو ګډونوالو په افغانستان کې د تاوتريخوالي پر زياتېدو اندېښنه وښوده او له افغان حکومت سره يې خپل ملاتړ څرګند کړ. ملګرو ملتونو ويلي، د افغانستان د ملاتړ په اړه رايه اچونه هم وشوه چې ١٢٤ هېوادونو مثبته او درېيو هېوادونو ممتنع رايه وکاروله، خو روسيې، ليبيا او زمبابوې د افغانستان د ملاتړ په موخه وړاندې شوي پرېکړه ليک ته مثبته رايه ورنه کړه. په ملګرو ملتونو کې د روسيې استازي نيوکه وکړه چې په دغه پرېکړه ليک کې د روسيې اندېښنو ته پاملرنه نه ده شوې، ځکه يې په ملاتړ رايه ور نه کړه. په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي ځينې هېوادونه تورن کړي چې په افغانستان کې لاسوهنې کوي چې له امله يې د افغان ځواکونو مرګ ژوبله زياته شوې ده.