ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، له طالبانو سره د سولې مرکچي پلاوی پخوا لا د جینوال په ناسته کې رسماً اعلان شوی، خو د حکومت او سولې د پلان سره سم به د خبرو په هر پړاو کې د سیاسي ګوندونو نظر اخیستل کېږي. د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وایي، چې د خبرو په هر پړاو کې به له سیاسي ګوندونو نظر واخیستل شي. مرتضوي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې یو شمېر سیاسي ګوندونو ویلي، طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د حکومت له خوا ټاکل شوی مرکچي پلاوی دوی ته د منلو نه دی. په ورته وخت کې مشرانو جرګې او مدني ټولنو هم نیوکه کړې وه او ویلي یې و چې دا پلاوی ورته د منلو وړ نه دی او په کار ده چې د غړو په اړه یې یو وار بیا فکر وشي. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر د جینوا کنفرانس کې اعلان وکړ چې له طالبانو سره یې ۱۲ کسیز مرکچي پلاوی ټاکلی او مشري یې د نوموړي د دفتر رییس سلام رحیمي کوي.