د غزني ولایت په اب بند ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په یو برید کې ۵ پولیس وژلي او درې نور ټپیان دي. د غزني د ولایتي شورا یوه غړي عصمت الله جامرادوال وویل، چې وسله والو طالبانو تېره شپه د اب بند ولسوالۍ پر مرکز برید کړی و، چې په پایله کې یې یاده مرګ ژوبله اوښتې ده. نوموړي وویل چې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره یې ورته معلومه نه وه. د غزني ولایت امنیتي چارواکو د برید پخلی کړی، خو د نورو معلوماتو له ورکولو یې ډډه کړې ده. پر غزني د وسله والو طالبانو له پراخ برید وروسته لا هم د غزني د مرکز او یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي د طالبانو د پراخ حضور په اړه اندېښمن دي.