ملګري ملتونه وایي افغانستان له اقتصادي اړخه مخ پر ځوړ دی. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري وایي چې په افغانستان کې له تحولاتو وروسته او د اوږدو جګړو له امله اقتصادي وضعیت مخ پر ځوړ دی. دغه اداره خبرداری ورکوي چې که پر وخت د افغانستان د اقتصاد د ژغورلو لپاره هڅه و نه شي نو ددې احتمال شته چې له یوې نه جبرانېدونکې پایلې سره مخ شو. سرچینه وایي ښایي داسې ټکي ته نږدې شو، چې بېرته راګرځېدل به سخت تمام شي. د کډوالو عالي کمېشنرۍ د کډوالو وضعیت هم د اندېښنې وړ بللی دی او وایي تمه لري چې له افغانانو سره د نړیوالو مرستې ډېرې شي او ددغه هېواد اقتصاد بېرته پر خپلو پښو ودرېږي. ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه خبرداری ورکړی و.



































