د افغانستان مرکزي بانک ویلي چې د نړیوالې ټولنې د بشردوستانه مرستو پر دوام نن ۳۲ میلیون ډالر نغدي مرسته کابل ته را رسېدلې ده. یاد بانک ویلي چې دغه بانک نن له نړیوال بانک څخه د بشردوستانه مرستو په لړ کې د نغدي مرستو اوومه بسته چې ۳۲ میلیون ډالر دي، تر لاسه کړې ده. د دغه بانک په خبره، دا مرستې د افغانۍ د ارزښت لوړوالي او د هېوادوالو د اقتصادي وضعیت ثبات سره پام وړ مرسته کولی شي. مرکزي بانک ویلي چې دغه پیسې یې د افغانستان نړیوال بانک ته سپارلې دي.



































