افغان حکومت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د بانکي سیستم په فعالېدو کې ورسره مرسته وکړي. د مرکزي بانک چارواکو په تازه څرګندونو کې ویلي، چې دمګړی د افغانستان بانکي سیستم له ستونزو سره مخ دی او نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې ددغه سیستم د فعالېدو په برخه کې همکاري وکړي. د مرکزي بانک چارواکو د نړیوالې ټولنې له بشردوستانه مرستو مننه کړې ده خو ټینګار کوي چې د بانکي سیستم فعالېدل یو مهم ضرورت دی او له نړیوالې ټولنې په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کوي. مرکزي بانک داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې دمګړی د افغانستان بانکونه له سختو ستونزو سره مخ دي او خلک د خپلو مالي چارو د مخ ته بېولو لپاره په ساعتونو ساعتونو په کتارونو کې ولاړ وي.



































