د موټر جوړولو کمپنۍ فولکس واګن ویلي، چې د امریکا له بندیزونو سره سم به په ایران کې د خپلو فعالیتونو ډېره برخه وځنډوي. په جرمني کې د امریکا سفیر ریچارډ ګرینل بلومبرګ خبري رسنۍ ته ویلي، چې له یادې پرېکړې دوی ډېر خوښ دي ځکه چې ایران خپلې اقتصادي سرچینې له خپلو خلکو سپموي او هغه په نړۍ کې د تاوتریخوالي او بې ثباتۍ د پراختیا پر هڅو لګوي. نوموړي زیاته کړه، چې امریکایي چارواکو او فولکس واګن کمپنۍ له خبرو وروسته چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ، د سې شنبې په ورځ یې له ایرانه د وتلو یوه هوکړه هم نهایي کړه. امریکا په تېره مې میاشت کې د نړۍ له شپږو قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي تړونه تر وتلو وروسته پر تهران یو لړ بندیزونه بیرته جاري کړي او له اروپایي هېوادونو یې هم غوښتي چې له ایران سره سوداګریزې معاملې پای ته ورسوي کنه له دغو بندیزونو سره به دوی هم مخ کړي.