د هک کېدو ستونزه په نړۍ کې یوه عامه او هره ورځ په میلیونونه ځله پېښېدونکې ده. تاسې هم له دې ستونزې څخه حتماً ځان مستثنا نه ګڼئ، ځکه ټکنالوژي دومره پياوړې شوې چې له ډېرو تدابیرو سره سره بیا هم یو څوک ستاسې انټرنېټي ادرسونه هک کولای شي. د هک کېدو زیانونه کم نه دي، یو مهم یې دا دی چې هک کوونکی ستاسې ټول شخصي او محرم معلومات ترلاسه کولای شي. مثلاً: خصوصي عکسونه، د بانکي حسابونو پاسورډونه او مهم فایلونه. دا چې له هک کېدو هېڅوک ځان سل سلنه خوندي نه شي ګڼلای، نو غوره دا ده چې پوه شوو له هک کېدو وروسته باید څه وکړو؟
که تاسې ګوګل، ایپل، فېسبوک، ټوېټر یا مایکروسافټ کاروئ، کولای شئ چې خپل اکونټونه بېرته ترلاسه او ورغوئ. دا شبکې په دې برخه کې خپلو کاروونکو ته ځینې فرصتونه ورکوي، پوښتنې کوي، چې دوی یې په سم ځوابولو سره بېرته خپل اکونټونه ترلاسه کولای شي.
د اکونټ هک کېدل مو اعلان کړئ.
د اکونټونو له هک کېدو سره مو زر دوستان خبرکړئ چې د اکونټ هک کېدل مو اعلان کړي.
که داسې ونه شي، امکان شته چې هکران مو له اکونټونو څخه غلطه استفاده وکړي او په جنجال مو واړوي.