پاکستان وایي له افغانستان سره یې د سوداګریزو کاروانونو پر ازاد تګ راتګ هوکړه کړې ده. پاکستاني رسنیو د عمران خان د سوداګریزو چارو د سلاکار رزاق داوود له خولې لیکلي چې پاکستان له افغان لوري سره د سوداګریزو کارونونو پر ازاد تګ راتګ موقته هوکړه کړې ده. دده په خبره له دې به پاکستاني سوداګریز کاروانونه په ازاده توګه د افغانستان له لارې تګ راتګ کولی شي او دغه راز به د افغانستان سوداګریز کاروانونه پاکستان ته تلی راتلی شي. هغه وایي چې د دواړو لورو موټر چلوونکي به د حکومتونو رسمي جوازونه په پاکستان کې د کوټې او پېښور له قونسلګرۍ او په افغانستان کې بیا کابل کې له سفارت او کندهار کې د پاکستان له قونسلګرۍ جواز اخیستلی شي. پاکستاني لوري دا یوه مهمه لاس ته راوړنه بللې ده، خو افغان لوري په دې اړه څه نه دي ویلي.



































