د ټرمپ حکومت هڅه کوي چې د راتلونکي کال تر اپرېل پورې د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسېږي. سټار انډ سټرایپېس نشریه په خپله یوه مقاله کې لیکي، د ټرمپ حکومت غواړي د راتلونکي کال تر اپرېل پورې د افغانستان د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسوي او په دې توګه روانه ۱۷ کلنه جګړه پای ومومي. په مطلب کې راځي سره له دې چې د امریکا له لوري ټاکل شوی وخت ډېر کم دی، خو امریکا غواړي په لومړي سر کې له طالبانو سره یوه اوږدمهاله اوربند ته ورسېږي او په دې توګه دغه خبرې یوه مثبته پایله ولري. په مطلب کې همدا راز راغلي چې د امریکا بریا د افغانستان له ګاونډیو سره د افغان سولې په اړه په هوکړه رسېدلو کې نغښتې ده. که امریکا وکړی شي د افغانستان ګاونډیان د افغان سولې په اړه قانع کړي نو ددوی په همکارۍ افغانستان ته ډېر ژر سوله او ثبات راتللی شي. په مطلب کې د پاکستان په اړه ویل شوي، چې امریکا پر پاکستان فشارونه ډېر کړي دي خو داسې نه ښکاري چې دغه هېواد دې له زړه د افغانستان د سولې په راوستو او جګړې په ختمولو کې همکاري وکړي.