د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې هغه به ددواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو او افغان سولې په اړه د خبرو کولو لپاره کابل ته سفر کوي. نوموړي تېره ورځ په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی په افغانستان کې د سولې له پروسې سره بشپړه همکاري کوي او غواړي په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسېږي. د قریشي په خبره پاکستان د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو ملاتړی دی او تر خپلې وسې به همکاري کوي. محمود قریشي داسې مهال افغانستان ته سفر کوي چې اسلام اباد د افغان سولې په اړه په دې وروستیو کې د امریکا تر فشارونو لاندې دی. زلمي خلیلزاد دغه هېواد ته په خپل وروستي سفر کې له لومړي وزیر عمران خان او بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي غوښتي چې له هرې ممکنې لارې دې د افغانستان د سولې په پروسه کې خپله همکاري وکړي. پاکستاني لوري هم د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړی و.