د غزني ولایت ځايي امنیتي چارواکو ویلي چې په یو لړ عملیاتو کې یې له یوه کوره ګڼې ایرانۍ وسلې تر لاسه کړې دي. د غزني امنیه قومندان غلام داوود تره خېل وايي، دغه وسلې په یوه کور کې پټې شوې وې او ټولې په ایران کې جوړې شوې بیا وسله والو ته ورکړل شوې دي. نوموړي ویلي، له وسله والو سره ددې وسلو موجودیت ثابتوي چې ایران په افغانستان کې له جګړه کوونکو ډلو ملاتړ کوي. له وسله والو طالبانو سره تر دې مخکې هم ګڼې ایراني وسلې نیول شوې دي. امریکا په خپلو وروستیو اقداماتو کې رسنیو ته هغه وسلې ښودلې وې چې ایران په یمن او افغانستان کې وسله والو ډلو ته ورکړې وې. امریکا ویلي وو، ایران په پراخه پیمانه په افغانستان کې وسله والو طالبانو ته وسلې ورکوي او په سیمه کې د ترهګرو ډلو ملاتړی دی.