د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې ټرمپ جنرال مارک میلي د لوی درستیز پوست ته نوماند کړی دی. مارک میلي دمګړی د امریکا د ځمکنیو ځواکونو قومندان دی او ټاکل شوې چې د جنرال جوزف ډانفورډ ځایناستی شي. جنرال میلي په افغانستان او عراق کې هم د امریکایي ځواکونو مشري پر غاړه لرلې ده. د امریکا د پوځ اوسنی لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ دی چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې پر دې پوست کار کوي. ټرمپ ویلي چې ډانفورډ تقاعد شوی دی او جنرال میلي به یې مسوولیتونه پر غاړه واخلي. جنرال میلي د ټرمپ له لوري تر معرفي کېدو وروسته باید د امریکا د سنا د باور رایه هم خپله کړي.