د افغانستان بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو په لړ کې د ۳۲ میلیون ډالر نغدي مرستې بله کڅوړه هم نن کابل ته را رسېدلې ده. د یاد بانک په خبره، هېواد ته د بشرپاله مرستو له پیل تر دې مهاله دا اتلسمه کڅوړه ده چې کابل ته راځي او افغانستان نړیوال بانک ته سپارل کېږي. دغه بانک ویلي چې دا مرسته د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په ثبات کې ډېره مرسته کوي او دوی هڅه کوي چې په هېواد کې د اقتصادي ثبات لپاره ورتر غاړې مسوولیت په سمه توګه ادا کړي.



































