ایران د سیمې د شپږو پارلمانونو د مشرانو کنفرانس کې پر امریکا تور لګولی چې ټول منځنی ختیځ یې د باروتو پر ډېپو اړولی او د سیمې تر اړتیا ډېرې وسلې یې هلته صادرې کړې دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په تهران کې د شپږو هېوادونو د پارلمانونو د مشرانو کنفرانس ته ویلي، امریکا په سیمه کې تر اړتیا ډېرې وسلې ځای پر ځای کړې دي او د دغه هېواد یاد سیاست غلط دی. ده تور پورې کړی چې له القاعده شبکې او داعش ډلې سره هم د امریکایانو وسلې دي او د دوی پر وسلو جګړه کوي. ایران هر کال په اسیا کې د شپږو هېوادونو د پارلمانونو د مشرانو ناسته لري چې په سیمه کې د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې او همکارۍ خبرې کوي.