د ننګرهار د کانال ریاست وایي، د ژمي په موسم کې د دغه ولایت له څلورم فارم څخه په ډېره اندازه زیتون راټول شوي دي. د دغه ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یوازې په ژمي کې له یاد فارم څخه ۴۲۱ زره او ۳۹۰ کیلوګرامه زیتون تر لاسه شوي دي. خبرپاڼه زیاتوي چې دا زیتون فابریکې ته د پروسس په موخه لېږدول شوي دي. تر دې وړاندې هم په ننګرهار کې په ډېره اندازه زیتون راټول شوي دي.



































