د مصر حکومت په افغانستان کې له طالبانو سره د سولې د هڅو ملاتړ کړی دی. په کابل کې د مصر سفیر هاني مصطفی ویلي چې د افغانستان د ستونزې د حل یوازینۍ لار د سولې خبرې دي او دوی په دې بهیر کې همکارۍ ته تیار دي. د مصر سفیر په افغانستان کې پر ښکېلو خواوو هم غږ کړی چې له جګړو لاس په سر شي او په هېواد کې د دایمي سولې او ثبات لپاره د مذاکراتو مېز ته کیني. د معلوماتو له مخې دا لومړی ځل دی چې مصر په رسمي توګه په افغانستان کې له طالبانو سره د سولې له خبرو ملاتړ کوي. د مصر ترڅنګ د نړۍ ګڼو اسلامي هېوادونو په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کړی دی او دلته یې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره پر سیاسي مذاکراتو ټینګار کړی دی.