پاکستان وایي، پر ډیورنډ کرښه یې د اغزن سیم د لګولو چارې په چټکۍ مخ ته روانې دي. د پاکستان د سرحدي ځواکونو چارواکو ویلي چې دوی پر ډیورنډ د اغزن سیم لګول نیمايي ته رسولي دي او د ۲۰۱۹ کال تر پایه به یې کار بشپړ شي. د پاکستان د سرحدي ځواکونو یوه چارواکي محمد شهزاد ویلي چې پر ډيورنډ کرښه د اغزن سیم تېرول نیمايي شوي دي او ورسره د پاکستان امنیت هم ښه شوی دی. دده په خبره د دې تار په بشپړېدو سره به د پاکستان امنیت خوندي شي او د افغانستان-پاکستان ترمنځ به سوداګري وده وکړي. پاکستان د ملي یووالي د حکومت د کار له پیل سره سم پر ډيورنډ فرضي کرښه د اغزن سیم تېرول پيل کړل. تر دې دمه یې پر زرګونه کیلومتره سیمه اغزن سیم تېر کړی دی او ګڼې پوستې یې پر دغه فرضي کرښه جوړې کړې دي. افغان حکومت د پاکستان د دغو اقداماتو پر وړاندې اغېزناک غبرګون نه دی ښودلی.