افغان ولسمشر اشرف غني نن له فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې د ملي یووالي حکومت له فساد سره مبارزې ته ژمن دی خو په دې برخه کې له لویو خنډونو سره مخ دی. ولسمشر غني زیاته کړه، چې یو شمېر کړۍ له فساد سره روانه مبارزه د ځان په زیان بولي او په دې برخه کې خنډونه جوړوي. بل پلو د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ وايي، پوهنې وزارت، قضا او څارنوالي هغه ادارې دي چې تر ټولو ډېر فساد پکې موجود دی. د یاد بنسټ په وینا په قضاء کې ۱۴ سلنه، پوهنې وزارت کې ۱۰ سلنه او په لویه څارنوالۍ کې ۹ سلنه فساد موجود دی او درېواړه ادارې په فساد د ککړو ادارو په کتار کې راځي. خو ولسمشر غني وايي چې د یادو ادارو تر څنګ یې په ټولو ملکي او نظامي ادارو کې د فساد پر وړاندې جدي مبارزه روانه کړې ده. ولسمشر وویل، فساد او بې عدالتي د اساسي قانون د تطبیق مخنیوی کوي او بالاخره د لوږې او ناامنۍ لوی لامل دی. تېر کال ملګرو ملتونو په لومړي ځل په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې هڅې ارزولې وې او په دې برخه کې یې د افغان حکومت هڅې ستایلې وې.