د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې حکومت په یوشمېر ولایتونو کې ځينې زورواکي او ټوپکوال ونیول، خو دا هر څه د ټاکنیز کمپاین برخه ده. دده په خبره، حکومت غواړي خلکو ته وښيي چې دوی د فساد پر وړاندې مبارزه کوي، زورواکان ختموي، د خلکو امنیت ته پام کوي، خو په حقیقت کې دا هر څه د ټاکنیز کمپاین برخه ده. د حکمتیار په خبره په دې وروستیو کې چې په کندوز، فاریاب او یوشمېر نورو ولایتونو کې ځايي خپلسري وسله وال قومندانان نیول شوي، بېرته په ډېر عزت خوشي شوي او خپلو سیمو ته ستانه شوي دي. حکمتیار وايي، په لرو پرتو سیمو کې لا هم د حکومت لسګونه وسله وال د سیمه ییزو پاڅونکوونکو په نامه پر خلکو ظلمونه کوي، خو حکومت یې پر وړاندې پټه خوله دی او یوازې د څو محدودو کسانو په نیولو غواړي د ولس سترګو ته خاورې وشیندي. دده په خبره، حکومت ته په کار ده چې په ټولو برخو کې د کمپایني اقداماتو پر ځای رښتیني او عملي کارونه او فعالیتونه وکړي او په دې توګه په هېواد کې روان بحران تر یوې کچې راکم کړي.