د بشري مرستو پر دوام نن د ترکیې هېواد له لوري شاوخوا زر ټنه بشري مرسته افغانستان ته را رسېدلې ده. د ترکیې د ډيلي سباح ورځپاڼې د راپور له مخې، د مرستو په دې جوپه کې خوراکي توکي، اغوستنتوکي او کمپلې شاملې دي. راپور وایي چې دا مرسته د تور غونډۍ له لارې نن افغانستان ته رسېدلې ده. دا مرسته چې زر ټنه کېږي د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې به پر اړمنو خلکو ووېشل شي. د یادونې ده چې د امریکا له لوري د افغانستان د مالي شتمنۍ تر کنګل کېدو وروسته نن د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په افغانستان کې څلوېښت میلیونه وګړي له ناوړه بشري وضعیت سره مخ دي.



































