لویې څارنوالۍ د فوټبال فدراسیون د رییس کرام الدین کرام په ګډون ددغه فدارسیون د شپږو کارکوونکو دندې ځنډولې دي. د ولسمشر سلاکار فضل فضلي رسنیو ته ویلي، چې په دغه فدارسیون کې د جنسي ځورونې د راپورونو تر خپرېدو وروسته دغه پرېکړه شوې ده. دده په خبره لویه څارنوالي په دې اړه لا ډېرې پلټنې کوي او معلومات به وروسته له خلکو سره شریک کړي.