د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د پاکستاني حکومت د وروستیو اقداماتو په اړه ویلي چې د پاکستان حکومت د قوانینو پر خلاف غواړي د پښتنو غږ چوپ کړي. دده په خبره، دوی د نړیوالو قوانینو له مخې مدني فعالیتونه کوي، خو د پاکستان حکومت له زور زیاتي کار اخلي او هڅه کوي پر دغه غورځنګ بندیزونه وضع کړي. د منظور پښتین په خبره، څوک چې د پاکستاني حکومت غلامي وکړي ازاد به ګرځي، خو څوک چې د دغه حکومت د ظلمونو او بشر ضد کړنو پر وړاندې غږ پورته کوي؛ حکومت یې وژني. هغه یو ځل بیا خپل ټول فعالیتونه قانوني بللي دي او د پاکستان پر حکومت یې غږ کړی چې د خلکو د مدني حرکتونو پر وړاندې دې خنډ نه جوړوي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر همدا راز ویلي، د پاکستان حکومت د قوانینو پر بنسټ نه دی جوړ شوی، بلکې د یوې خاصې کړۍ په لاس کې دی او قوانینو ته هېڅ راز درناوی نه لري.