په پاریس کې د پولیسو او لاریونوالو تر منځ له شخړو او نښتو وروسته، په دې ښار کې د لاریونوالو پر وړاندې پراخ تصفیوي عملیات پیل شوي دي. لاریونوال چې پر تېلو د مالیې د زیاتېدو په اعتراض کې راوتلي، د پاریس ښار په ځینو سیمو کې یې بیګا هم موټرو ته اور ورته کړ او د ودانیو شیشې یې ماتې کړې. که څه هم د یاد هېواد ولسمشر ایمانول مکرون ژمنه کړې چې پر تېلو د مالیې د زیاتېدو پرېکړه به بېرته واخلي، خو اعتراض کوونکو اوس خپلې غوښتنې زیاتې کړې او له حکومته غواړي چې د شتمنو او منځنۍ طبقې د خلکو ترمنځ د اقتصادي توپیر د کمولو لپاره دې هم کار وکړي. د راپورونو له مخې پولیسو له پرون ورځې راپدېخوا ۶۷۰ لاریونوال نیولي دي. په پاریس کې د بلوا د مخنیوي لپاره شاوخوا اته زره پولیس او د لومړي ځل لپاره زغروال وسایط ځای پر ځای شوي دي.