د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې په یاد ولایت کې د طالبانو د یو برید له امله د ملي اردو نهه سرتېري وژل شوي دي. د دغه ولایت د ولایتي شورا غړی خیرمحمد نورزی د یاد خبر د پخلي ترڅنګ وایي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د اب خرما ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي اردو پر پوسته برید کړی او یاده مرګ ژوبله یې اړولې ده. هغه ویلي چې طالبانو د ملي اردو دا پوسته هم د څو ساعتونو لپاره نیولې وه، خو د فراه امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په دې وروستیو کې په یاد ولایت کې پر امنیتي سرتېرو خپلو بریدونو ته زور ورکړی او تازه یې په یاد ولایت کې د اسیر شویو سرتېرو تصویرونه خپاره کړي او ادعا یې کړې چې تېره شپه یې د امنیتي سرتېرو پر ځینو پوستو بریدونه کړي چې په پایله کې یې یوشمېر سرتېري وژلي او لس تنه نور یې ژوندي نیولي دي.