د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د خبر له مخې د پاکستان په تر ټولو امن ښار کراچۍ کې نن سهار په یو لړ مذهبي مراسمو کې چاودنه شوې چې له امله یې شپږ کسان ټپیان شوي دي. د امنیتي چارواکو په خبره د ټپي شویو کسانو روغتیایي وضعیت نازک دی. چارواکو ویلي چې دا چاودنه په یو موټرسایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده. تر اوسه د یادې چاودنې پړه کوم چا او یا ډلې په غاړه نه ده اخیستې. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم په همدې ښار کې د چین پر کونسلګرۍ برید وشو چې له امله یې دوه پاکستاني پولیس ووژل شول.