پاکستاني چارواکي او ددغه هېواد د سوداګرۍ خونې مسوولین وایي دوی تازه د ګوادر بندر له چارواکو سره دې پایلې ته رسېدلي چې په بلوچستان کې ددغه مهم بندر له لارې له افغانستان سره سوداګري پيل کړي. سرچینه کاږي چې ژر به د ګوادر له لارې له افغانستان سره سوداګري او دغه هېواد ته ترانزیت پيل شي. پاکستاني سوداګر وایي دوی هڅه کوي دا مسئله یقیني کړي چې له دې وروسته سوداګریز توکي د ګوادر بندر له لارې واردولی او افغانستان ته ترانزیت کولی شي. په وروستیو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې ګڼې پرېکړې شوې دي او دواړه لوري تمه لري چې وکړی شي په سیمه کې د مصوونې او ډاډه سوداګرۍ لپاره لار هواره کړي.



































