د افغانستان بانک د افغانۍ ارزښت لوړوالي لپاره سبا ته ۱۲ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي. د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې، دغه بانک غواړي چې سبا ورځ د یوې ازادې داوطلبۍ له لارې شاوخوا (۱۲) میلیونه امریکايي ډالر د یوې رڼې پروسې له لارې وپلوري. د دغه بانک په خبره، له دې کار څخه یې موخه د افغانۍ ارزښت لوړوالی دی او ټینګار کوي چې دوی به د افغانۍ د ثبات لپاره خپل ورتر غاړې مسوولیت په سمه توګه ادا کړي. د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی دی خو په بازار کې د خوراکي توکو بیې په خپل حال پاتې دي. خلک له مسوولینو څخه غواړي چې د توکو د بیېو په برخه کې عملي او جدي ګامونه پورته کړي.



































