بهرنۍ رسنۍ وایي ټاکل شوې چې څو روسي او قزاقي کمپنۍ په ګډه افغانستان ته د ګازو صادرات پيل کړي. دغه صادرات له ۲۰۲۰ کال راهیسې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله ځنډېدلي وو. رویټرز په یوه راپور کې وایي ټاکل شوې چې یاد شرکتونه په ګډه افغانستان ته شاوخوا لس زره ټنه مایع ګاز صادر کړي. په راپور کې راځي چې روسیې اوس په اروپا کې د انرژۍ دودیز بازار بایللی دی نو له همدې امله هڅه کوي جنوبي اسیا ته د ګازو صادرات پيل کړي. افغانستان سره له دې چې د طبیعي ګازو پرېمانه سرچینې لري، خو لا هم اړ دی چې خپل ګاز او تېل له ګاونډیو هېوادونو را صادر کړي. که د روسیې ګاز افغانستان ته راځي ښایي د ګازو په بیو کې کموالی راشي.