سيمه ييز چارواکي وايي چې د پکتيا په څمکنيو ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې درې ملکي وګړي وژل شوي او لس نور ټپيان دي. د څمکنيو ولسوال عيد محمد احمدزی وايي، پېښه نن له غرمې مخکې د دې ولسوالۍ په نوزي دره کې رامنځته شوه. د احمدزي په خبره په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. افغان او بهرنیو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.