بېنکاک په نړۍ کې د سیلانیانو لپاره د چکر تر ټولو ښه ځای او د هالنډ پلازمېنه ده. د دغه ښار یوه ښه ځانګړنه دا ده چې د چکر لپاره د نورو هېوادونو او ښارونو په پرتله ډېر حیرانوونکي او په زړه پورې ځایونه لري. کېدای شي تاسو د بېنکاک د لوی سوداګریز مرکز نوم تر اوسه پورې نه وي اورېدلی، خو په دې لیکنه کې به په بېنکاک کې ۷ سوداګریز مرکزونه در وپېژنو. دا به د هغو کسانو لپاره ډېر په زړه پورې وي چې د نویو او انتیک شیانو د لیدو او اخیستو لپاره لېوال وي.
۱- د سیام ډیسکوري سوداګریز مرکز
د سیام ډیسکوري سوداګریز مرکز په لیدو سره حتماً حیرانېږئ. دغه مرکز په ۱۹۷۳ ز کال کې جوړ شوی چې له یو څه بیارغونې وروسته د ۲۰۱۶ ز کال د مې په ۲۸مه دویم ځلي پرانیستل شو. داسې هم ویل کېږي چې په دغه بازار کې پلورل کېدونکي شیان یوازې د هغو خلکو د ژوند له کچې سره برابر دي چې په ټایلنډ کې ژوند کوي. هغه کسان چې دغه بازار یې له نږدې لیدلی وي، ښه قضاوت کولی شي. په دغه بازار کې د خوښې هر ډول توکي ان بې پیلوټه الوتکې هم رانیولی شئ. ایا تر اوسه مو اورېدلي وو چې بې پیلوټه الوتکې دې په یوه داسې بازار کې هم پیدا شي؟
په دغه سوداګریز مرکز کې د لوبغاړو او فلمي ستورو داسې مجسمې هم پلورل کېږي چې کټ مټ د هماغه کسانو په څېر وي.
۲- د سیام پاراګون سوداګریز مرکز(Siam Paragon)
کله چې د سیام پاراګون په سوداګریز مرکز کې ګرځی او چکر پکې وهی، داسې فکر به وکړی چې کوم ځانګړی او مشهور کس یاست. له لومړۍ دروازې چې کله ننوځی، له یوه شنه باغ سره مخ کېږی چې ونې او ګلان یې په مصنوعي توګه جوړ شوي دي. د دغه سوداګریز مرکز په لیدو سره به ډېر قېمتي او لوکس شیان ووینی. په دغه بازار کې هره اونۍ یو نندارتون هم پرانیستل کېږي. د بېلګې په توګه، یوه اونۍ د ساعتونو، بله اونۍ د کامرو او همدا راز د سینګارتوکو او نورو شیانو.
۳- د سیام سنټر سوداګریز مرکز(Siam Center)
سیام سنټر سوداګریز مرکز بیا د موډ او فېشن د مینانو لپاره ځانګړی ځای دی. په دغه بازار کې د بوټونو دومره مغازې دي چې هېڅ نه پوهېږی له کوم ځای څخه یې پیل کړی. تر ټولو په زړه پورې خو یې لا دا ده چې د بوټونو په دغه ستر سوداګریز مرکز کې ځینې انتیک رسټورانټونه هم شته، که په ګرځېدو را ګرځېدو وږي او تږي شی، نو دلته یو څه انرژي اخیستی شی او دمه کولی شی.
۴- کېنګ پاور سوداګریز مرکز (King Power Complex)
د هوایي قطارونو (BTS) یا د بریا د یاداښت له تم ځای څخه تر پنځه دقیقې پلي مزل وروسته مو پر کېنګ پاور سوداګریز مرکز سترګې لګېږي. همدا په ورتلو سره به مو د دغه سوداګریز مرکز سپینه فضا خوشاله کړي او خوښ به مو شي. د دغه سوداګریز مرکز ښکلا هغه لېفټ لا څو برابره کړې ده چې ښیښیي پوښ لري او د سوداګریز مرکز په همدې منځ کې نورو پوړونو ته پورته شوی دی. په دغه سوداګریز مرکز کې د پېرلو لپاره لومړی د ځان لپاره ځانګړی (shopping registration card) کارډ جوړکړئ؛ ځکه په هېڅ ډول پکې فزیکي پیسې ښکته او پورته نه کېږي. تاسو باید په لومړي سر کې د هغه څه په اړه مشوره کړې وي چې غواړی وایې خلی. د توکو د بیو په اندازه یا لږ څه زیاتې پیسې باید په ځانګړي ځای کې تحویل کړی، څو تاسو ته (shopping registration card) کارډ درکړل شي. له دې وروسته کولی شی په دغه سوداګریز مرکز کې د خپلې خوښې وړ توکي واخلی.
۵- سنچري مال سوداګریز مرکز(Century Mall)
له کېنګ پاور څخه له یو څه پلي تګ وروسته سنچري مال ته رسېږی. سنچري مال د MBK چې په بېنکاک کې بل لوی سوداګریز مرکز دی، کوچنۍ کاپي ده، خو یوه ځانګړنه لري؛ هغه دا چې دغه سوداګریز مرکز بیا په دننه کې یو سینمایي سالون هم لري. B پوړ یې یوازې خوراکونو او خوږو ته ځانګړی شوی دی چې کولی شی د خپلې خوښې خواړه، شیریني او کېک پکې نوشي جان کړی. په دغه سوداګریز مرکز کې د خپلې خوښې وړ هر ډول توکي پیدا کولی شی.