په هېواد کې د روان اقتصادي وضعیت له امله د خصوصي ښوونځیو او پوهنتونونو د زده کوونکو په کچه کې کموالی راغلی دی. د رسنیو د راپورونو له مخې په وروستیو کې چې په هېواد کې اقتصادي وضعیت مخ پر ځوړ دی، نو ډېری کورنۍ اړ شوې چې خپل ماشومان له خصوصي ښوونځیو دولتي ښوونځیو ته ولېږدوي او ځینې یې اړ شوي چې ماشومان یې له ښوونځي را وګرځوي. د خصوصي ښوونځیو مالکین وایي چې د زده کوونکو په کچه کې یې د پام وړ کموالی راغلی دی. همدا راز د خصوصي پوهنتونونو مسوولین هم وایي چې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي او د شاګردانو کچه یې شپېته سلنه راټيټه شوې ده.



































