د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له شرق الاوسط سره په یوه مرکه کې ویلي دي، چې ایران په افغانستان کې د وسله والو طالبانو او ځينو نورو وسله والو ډلو ملاتړ کوي او په دې توګه د افغانستان په ورانۍ کې برخه اخلي. دده په خبره ایران تل هڅه کړې چې په افغانستان کې لاسوهنه وکړي او جګړې اوږدې کړي. نوموړي همدا راز د روانې جګړې په اړه ویلي، چې د جګړې د اوږدېدو یو لامل که طالبان دي، نو بل لامل یې حکومت دی، ځکه دوی نه دي بریالي شوي چې په سیاسي او نظامي برخه کې موثر پلانونه طرحه او عملي کړي. دده په خبره حکومت په خپلو سیاسي او نظامي تګلارو کې ماتې خوړلې ده. حکمتیار په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور په اړه هم ویلي، چې ددغه ځواکونو حضور اغېزناک نه دی او دوی پخپله اتلس کلنه جګړه بریالي نه شول هغه موخې ترلاسه کړي چې د ځان لپاره یې ټاکلې وې. هغه د افغانستان د روانې جګړې حل په سیاسي مذاکراتو کې بولي او په خبره یې یوازې سیاسي مذاکرات کولی شي افغان جګړه پای ته ورسوي.