له افغانستان سره د هند د مرسته شويو غنمو د انتقال لړۍ راتلونکې مياشت بشپړيږي. د پاکستان ډان نيوز ويلي چې د يادو غنمو پنځمه جوپه، دوه زره ټنه غنم چې په ۳۹ لاريو کې بار شوي له واګې بندره د تورخم پر لور روان شوي دي. افغانستان ته د يادو لاريو په رسيدو سره د را ليږدول شويو غنمو اندازه ۱۰۷۰۰ ټنو ته رسيږي. هند تير کال د بشري مرستو په چوکاټ کې له افغانستان سره د ۵۰ زره ټنه غنمو د مرستې اعلان کړی و، خو د پاکستان له لوري د رامنځته کيدونکو خنډونو له کبله يې انتقال له ځنډ سره مخ شو. چارواکو ويلي چې د پاتې ۳۹۳۰۰ ټنه غنمو د ليږد بهير به د راتلونکې اپريل مياشتې تر پايه بشپړ شي.



































