پاکستان ویلي د افغانستان روانه جګړه به د سیاسي مذاکراتو له لارې حل شي او دوی په دې برخه کې همکاري کوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې پاکستان تل د افغانستان د جګړې پر سیاسي حل ټینګار کړی دی، چې اوس امریکا هم دغه خبره ورسره منلې ده. د قریشي په خبره دوی له امریکا سره په وروستیو خبرو کې ژمنه کړې چې د افغانستان د روانې جګړې په پای ته رسولو او سیاسي مذاکراتو کې به همکاري کوي. قریشي وایي د عمران خان په مشرۍ حکومت دې ته تیار دی چې له افغان حکومت سره د سولې د مذاکراتو په برخه کې همکاري وکړي. ټاکل شوې چې محمود قریشي د افغانستان د سولې د مذاکراتو په تړاو راتلونکې اونۍ کابل ته راشي. هغه ویلي چې په دې لیدنه کې به فه افغان چارواکو سره د سولې پر مسئله خبرې وکړي.