د حکومتي چارواکو په مداخلې ټاکل شوې وه، چې د ټاکنو کمیسیون ځينې سندونو په ۴۸ ساعتونو کې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته وسپاري، خو د شکایتونو کمیسیون وايي چې تر دې دمه هېڅ سند نه دی ورته رسېدلی. د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ناظرین دمګړی د کابل د رایې شمېرنې پروسې ته نه ورځي او له دغه بهیر سره یې پرېکون اعلان کړی دی. د ټاکنو کمیسیون بیا وايي چې که د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون استازي د کابل د رایو د بیا شمېرنې بهیر ته ورنه شي، نو دوی به د نړیوالو بنسټونو او څارونکو ډلو پر وړاندې بېرته د کابل د رایو شمېرنه پيل کړي. داسې ښکاري چې د دواړو کمیسیونو ترمنځ د کابل د ټاکنو پر سر ناندرۍ لا هم روانې دي او وروستی حل یې نه دی په ګوته شوی. تېره اونۍ د شکایتونو کمیسیون د کابل ټاکنې لغوه اعلان کړې او هغه یې له فساد ډکې وبللې.