ازبکستان له دغه هيواده، د افغانستان له لارې پاکستان ته د غځيدونکې ريل پټلۍ د جوړولو کارونه پيل کړي دي. په راپورونو کې ويل شوي چې د دې پروژې ټول لګښت پنځه ميليارده ډالره اټکل شوی چې د ازبکستان له ترمز ښاره پيل کيږي، او د مزار شريف – کابل له لارې به پېښور ته رسيږي. د دې پروژې د پانګونې د بورډ مشر محمد احسان په ترمز کې د پروژې په درې اړخیزه کاري غونډه کې ویلي چې د اورګاډي د پټلۍ دغه پروژه ډېره اقتصادي او تر ټولو لنډه لاره ده چې منځنۍ اسیا به د افغانستان له لارې د پاکستان له کراچۍ، ګواډر او قسیم بندرونو سره نښلوي. په دې اړه د تېرې فبرورۍ میاشتې په لومړيو کې په تاشکند کې، د ازبکستان، افغانستان او پاکستان په درې اړخیزه غونډه کې هوکړه شوې وه.



































